د پکتيا د پوليسو د روزنې له مرکزه ۱۶۹ ساتنمنان فارغ شول 

روهي (څلورنۍ/۷ د لړم)، د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د پوځي زده کړو وروسته د پکتيا ولايت د پوليسو له نظامي مرکز څخه ۱۶۹ ساتنمنان فارغ شول. 

دغه کسان د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه د پکتيا د پوليسو په مرکز کې رول شوي دي چې له فراغت وروسته به بېرته د پوليسو لېکو کې د دندو ته ستانه شي. 

د کورنيو چارو پر پوليسو يوه نېوکه دا ده، چې ګڼ شمېر په کې نالوستي او له پوځي زده کړو پاتې کسان دندې تر سره کوي. افغان حکومت د پوليسو اکاډمۍ ترڅنګ، د پوليسو لنډمهاله او اوږد مهاله کورسونه هم د پوليسو د وړتيا په پار داير وي.