ولسمشر غني: د افغانستان او ایران ترمنځ په وارداتو او صادراتو کې بايد بیلانس رامنځته شي

روهي (څلورنۍ/۷ د لړم)، دولسمشر  محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې نن له غرمې مخکې د یو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو له مسوولینو سره د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکاریو کچې او تفاهم لیکونو په اړه بحث او خبرې وکړې. 

په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو مسوولینو د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو، د کډوالو د ستونزو ، د خواف - هرات اورګاډي پټلۍ، برېښنا او فرهنګي اړیکو او همدارنګه د افغانستان او ایران د اقتصادي کمېټې د تفاهم لیک پر موادو بحث وشو.  

جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله چې د همکاریو په اړه د ایران وړاندیزونه د عملي کېدو لپاره په هر اړخیزه توګه وڅېړي. د افغانستان صادرات او محصولات باید د ایران بازارونو ته ولاړ شي او د افغانستان او ایران ترمنځ په وارداتو او صادراتو کې بیلانس رامنځته شي.

غونډې همداراز د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او د ایران  د کار وزارتونو ترمنځ یو شمېر ګډ تفاهم لیکونه هم وڅېړل چې تر نهایي کېدو وروسته به لاسلیک شي.