«د افغانستان او پاکستان سوداګریز فورم ۲۰۲۰» د وروستۍ ورځې د غونډې په پاې کې کومې مهمې پریکړې وشوې؟

روهي ( څلور نۍ/ ۷ د لړم)، د افغانستان او پاکستان سوداګریز فورم ۲۰۲۰» د وروستۍ ورځې د غونډې مسولینو په وینا په پاې کې ځينې مهمې پرېکړې وشوې.
 په سویل ختیځ زون کې د پاکستان کونسلګرۍ ايجاد،د انګور اډې، ډنډپټان او غلام خان لارې ترانزیټ شي، د وېزو په ورکړه کې به اسانتیاوې او د دواړو خواوو سوداګر وهڅول شي چې د دوو طرفه تجارت د ودې لپاره هلې ځلې وکړي. 

 د دواړو هېوادونو د ناسمو سیاستونو له امله باید سوداګریزې لارې او ټرانزیټ بند نه شي او زيان يې سوداګرو او ولس ته ونه رسېږي.
ـ په ټولو بندرونو (تورخم، چمن، انګور اډه، غلام خان، ډنډ پټان او نورو) کې د ناروغانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شي او ګډ سوداګریز بازارونه به رامنځته شي.