د کابل ښار په دهمزنګ کې ۳۷۶ بابه اپارتمانونو جوړیږي

روهي (دوه نۍ/ ۵ د لړم)، دا پروژه چې وړاندې په ګډه توګه د عزیزي هوتک ګروپ لمتید او افغان ملي بانک تر منځ قرار داد شوې وه، د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه دریدلي او تړون فسخه شو؛ خو په وروستیو کې ېې د بیا ودانولو چارو هوکړه د ملي پراختیا شرکت سره وشوه.
د ملي ماڼۍ په نوم دا تعمیر چې د پلازمېنې کابل دهمزنګ سیمه کې موقعیت لري او د افغان ملي بانک په ۸۶۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې پرې ودانیزې چارې روانې دي، سوداګریزه، رهایشي او شنه سیمه لري. 
ملي ماڼۍ په ۱۳پوړونو کې ودانیږي چې لمړي څلور پوړه ېې سوداګریزه او د وسایطو د پارکنګ اړوند ده او پاتې اته پوړه ېې د استوګنې کورونه او په ۱۳پوړ کې ېې جومات او د کنفرنس خونه ودانیږي.
د ملي ماڼۍ ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، چې د ښارګوټو او استوګنې اپارتمانونو په جوړولو کې ښه او پخه تجربه لري.