د اترا ادارې مالي انکشافي صندوق له لوري د ۹۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي شوې

روهي (دوه نۍ/ ۵ د لړم)، د افغانستان مخابراتو وزارت اترا ادارې له خپل مالي انکشافي صندوق څخه لویې څارنوالۍ ته د شکایتونو د اورېدنې مرکز پرانیست

دغه مرکز کې به په یو وخت ۳۰ کسان وکولی شي چې شکایتونه د ۱۸۰ وړیا شمېرې له لارې ترلاسه، ثبت او د هېوادوالو ستونزې ورحل کړي.

اترا به ډېر ژر لویې څارنوالۍ ته، د کمپیوټري امتحاناتو مرکز، د بشري منابعو او د ډیجیټلي اسنادو د خوندیتوب سیسټم تقویې، د سمارټ کارتونو وېش او د ټول هېواد د څارنوالیو د الکترونیکي حاضرۍ، ۱۴ ولایتونو کې د څارنوالیو تر منځ د ویډیو کنفرانس، ۲۱ ولایتونو کې له نوري فایبر سره د څارنوالیو نښلول، په آی ټي برخه کې د څارنوالۍ د کارکوونکو روزنه، ۳۳ ولایتونو کې څارنوالیو ته د ډیجیټل ټلیفونونو نصب لس پروژې بشپړې کړي.

په دغو پروژو نږدې ۹۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د اترا ادارې د ټلیکام د ودې له صندوق او فنډ څخه دا پيسې ورکول کېږي.