زرمت ولسوالۍ کې د شاه کاریز ښوونځي د بنسټ ډبره رسمآ کیښودل شوه

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، د پکتیا ولایت زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ له لوري د ښوونځي بنسټ ډبرې ایښودلو پر مهال وایي چې ياد ښوونځی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا په دوه پوړیزه ودانۍ کې جوړیږي.
 

په یاد ښوونځي باندې نیږدې  18996008.40 افغانۍ لګښت کيږي چې کارونه یې  په پاخه او اساسي ډول رغول کیږی، چې ټول ضروري ملحقاط به ولري.

 ښاغلی ولسوال ځدرآن وایي چې د یاد ښوونځي په جوړیدو به د سیمې خلک د  علم په ګڼه سمبال او هغه اړتیا چې دوی یې اساسي غوښتنه درلوده چې چارې به یې د نیږدې یونیم کال په جریان کی تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.