په هلمند کې د ملي امنیت په چوکاټ کې د اتلانو په نوم زرکسیزه نظامي قطعه جوړه شوه.

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین راغلو ځوانانو ته د خبرو پرمهال وویل: تاسي رښتیني اتلان یاست چي په خپله خوښه د خاورې ساتنې ته راغلي یاست غواړئ چي د خپلو ولسونو د ارام او سوکاله ژوند لپاره هڅي وکړئ.
 د کورنیو چارو وزارت ارشد معین سترجنرال عبدالصبور قانع هم دخبرو پرمهال وویل، ددې نظامي قطعې جوړیدل به د هلمند پر امنیت او د لا ډیرو پرمختګونو په برخه کي مثبت رول ولوبوي او دغه ډول ځانګړې ځواکونه کولای شي چې په ښه توګه امنیتي پلانونه تطبیق کړي.
د اتلانو په نوم ځانګړې نظامي قطعې ته راغلو ځوانان وویل: په نظامي چوکاټ کي تر مسلکي زده کړو وروسته به د خاورې خدمت ته ځي او هر ډول دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.