دایکندی کې د سړک د جوړولو چارې د څه باندي ۴۰۸ میلیونه افغانیو په ارزښت رواني دي

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، د دایکندی ولایت له رباط تر میرامور پوري سړک د جوړولو چارې د څه باندي ۴۰۸ میلیونه افغانیو په ارزښت رواني دي.
دا سړک له رباط کلي پیل او د دایکندي ولایت تر میرامور ولسوالۍ غځیدلی، چې ۱۲.۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري چې پلچکونه او استنادي دیوالونه هم پکې شامل دي. 
د یاد سړک له رغولو سره به شاوخوا کلي د ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي، روغتیايي، تحصیلي او ښاري خدمتونو ته به د خلګو لاس رسی اسانه او همدارنګه د کرنې او سوداګرۍ د ودې او پراختیا سبب شي.