څلور ښځې په کې شاملې دي؛ غزني کې ماين چاودنې نهه کسان ووژل 

روهي (نۍ/۳ د لړم)، د غزني ولايت روضې سیمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله نهه کسان وژل شوي دي. مسوولينو ويلي دي چې وژل شويو کې څلرو ميرمنې هم شاملې دي.    

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته وویل، ملکي روغتون ته د نهو کسانو مړي وروړل شوي، چې څلور پکې ښځې وي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د غزني ولايت د پوليسو وياند احمد خان سیرت رسنيو ته ويلي  دي چې ياد کار د طالبانو کار دی. 

احمد خان سیرت ويلي دي چې چاودنه پر ټونس ډوله موټر پسې شوې ده چې دوه ښځې او پنځه نارينه په کې وژل شوي دي چې ټول ولسي وګړي.