چارواکي: وسله والو نيمروز کې پر کمال خان بند بريد کړی

روهي (نۍ/۳ د لړم)، له نيمروز ولايت راپورونه وايي چې په دغه ولايت کې پر کمال خان بند د بريد په پايله کې د دغه بند شپږ ساتونکي وژل شوي دي. حکومتي مسوولين د بريد پړه پر طالبانو اچوي. 

بي بي سي، د عامه ساتنې ملي تصدۍ ادارې ویاند ضیاء ودان له قوله لېکلي دي، چې طالبانو  نيمروز کې پر کمال خان بند بريد کړی، چې د دوی شپږ ساتونکي يې وژلي او دوه ټپيان دي.

خو تر اوسه طالبانو پر کمال خان بند د بريد او د حکومت له خوا يې مسوليت پر دوی اچولو په اړه څه نه دي ويلي.