پریانکا چوپړا: له قرنطين مننه؛ زه او زما خاوند يې سره نېږدې کړو 

روهي (نۍ/۳ د لړم)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړې پریانکا چوپرا د کرونا ويروس پر مهال له قرنطيني وضعيت په دې خوښه چې دي او خاوند يې نیک جوناس سره نېږدې شوي. 

پریانکا چوپړا ويلي دي چې د بوخت ژوند پر اساس يې نه شول کولی چې يو بل ته وخت پيدا کړي، خو د کرونا ويروس پر مهال دي او خاوند يې نيک جوناس د ګډې ژوند ورځې يو ځای سره تېرې کړې دي. 

پریانکا چوپړا ويلي دي چې له خپل خاوند سره د يو ځای وخت ور اېخوا د قرنطين پر مهال ورته د خپلې روغتيا، ورزش او استراحت وخت په لاس ورغلی وو او ويې کولی شول چې د خپل شخصي ژوند په اړه ډېر فکر او تمرکز وکړي. 

د يادونې ده چې که څه هم د کرونا ويروس پر مهال قرنطين د شتمنو کسانو لپاره د استراحت او ارام پاتې کېدو موقع وه، خو په ورته وخت کې د بې چاره او بې وزله کسانو لپاره چې اقتصادي وضعيت يې خراب وو، د ستونزو او سر دردۍ دوره وه.