له عربي اماراتو او بحرينه په الهام؛ سوډان له اسرائيلو سره  اړيکې عادي کوي 

روهي (نۍ/۳ د لړم)، اکثريت مسلمان افريقايي هېواد نيت لري چې له اسرائيلو سره اړيکې عادي کړي. سوډان د عربي هېوادونو د ليګ يا سازمان غړی هېواد هم دی. 

د سوډان له دغه پرېکړې وروسته د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ د ترهګرو هېوادونو له نوملړ څخه د سوډان هېواد د لېرې کولو ويلي دي. 

د سوډان لومړي وزیر عبدالله همدوک د ولسمشر ټرمپ مننه کړې ده او ويلي دي چې دې نوې هوکړې سره د سوډان او اسرائيلو اړيکې عادي شي. 

له دې وړاندې عربي متحده اماراتو او بحرين اسرائيلو سره اړيکې عادي او ډيپلماټيکې کړې، چې د اسلامي هېوادونو غبرګونونه يې راپورته کړل.