روهي (نۍ/۳ د تلې)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو امارت د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ، د بين الافغاني خبرو د کړنلارې پر ځنډ اندېښنه ښوودلې.
سرور دانش تېره ورځ کابل کې يوې خبري ناسته کې د وينا پر مهال ويلي دي، چې که چېرې طالبان د سولې بهير کې ځنډ - خنډ رامنځ ته کوي، نو د تېر په پرتله به يې اوس مهال پر وړاندې مقاومت څو چنده شي.
نوموړي زياته کړې، "هم مذاکره او هم جګړې ته زور ورکول، د طالبانو په چلند کې په څرګنده تضاد دی او د دې ښودنه کوي چې دغه ډله غواړي د مذاکرې د پوښښ په دوام کې د خپلې پوځي فتوحاتو په فکر کې وي، خو دا فکر یوه باطل خیال او محال دی."
د يادونې ده چې له يوې مياشتې زيات وخت کيږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيل شوې، خو تر اوسه دواړه خواووې د بين اافغاني خبرو پر کړنلارې سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
وروستي