عمران خان: که اړتيا شي نو لندن ته ورپسې ورځم؛ نواز شريف به پاکستان ته راولم او زندان به يې ځای کړم 

روهي (جمعه/۲ د لړم)، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف خبرداری ورکړی دی چې د اړتيا په صورت کې به نواز شريف پسې لندن ته ورشي او د قانون د پلي کېدو په پار به يې پاکستان ته راولي. 

لومړي وزير عمران خان ويلي دي، چې د انګلستان له لومړي بوریس جانسون سره د نواز شريف د بېرته رالېږو په اړه خبرې کړې دي. عمران خان ويلي دي چې نواز شريف به زر پاکستان ته راوړل شی او بېرته به په زندان کې واچول شي. 

نواز شريف پاکستان کې د محکمې له خوا د فساد او خيانت په کړنو تورن دی چې اوس مهال د روغتيايي وضعيت پر اساس لندن ته تللی او درملنه يې کيږي. 

د پاکستان پوليسو تېره اوونۍ د نواز شريف زوم، کپتان صفدر په کراچۍ کې له يو هوټل څخه ونېولو او زندان ته يې واچولو.