روهي (جمعه/۲ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل امنيت په اړه په شپږمه ناسته کې ويلي چې د کابل ولايت مجرمين ولايتونو ته تښتېدلي دي او پر دې اساس کابل کې د جنايي پېښو کچه ټېټه شوې ده.
صالح پر خپل فېسبوک لېکلي دي، چې د ولايتونو امنيه قومندانيو ته د فراري مجرمينو انځورونه او په اړه يې مالومات په اختيار کې ورکړل شوي دي، ترڅو مجرمين د پاټېدو ځای ونه لري.
دغه ناسته کې کابل ښاروالۍ د هغه لوړپوړيزو ودانيو نوملړ چې د سياسي زورواکونو له خوا په غېر قانوني ډول جوړيږي د ولسمشر لومړي مرستيال ته سپارل شوی دی، چې رسنيز به شي.
د کابل د امنيت په اړه د ولسمشر د لومړي مرستيال په مشرۍ شپږمه ناسته کې يو شمېر نور امنيتي مسايل هم بحث شوي او خلک ته ډاډ ورکړل شوی دی چې فزيکي او روحي امنيت به ورته برابر کړي.
وروستي