کرزی: تخار کې پر ديني مدرسې بمبار جنايت دی؛ پر حکومت غږ کوم چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له پوځي عملياتو دې لاس واخلي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د لړم)، د تخار ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د هوايي بمبار په اړه بېلا بېل راپورونه خپريږي. د ولسمشر لومړي مرستيال هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي بهارک ولسوالۍ پر جومات بمبار شوی او ماشومان په کې وژل شوي دي. 

ملي دفاع وزارت هم په يوې خبرپاڼې کې لېکلي دي چې د تخار ولايت په بهارک ولسوالۍ کې يې پر طالبانو بمبار کړی او تلفات يې ورته اړولي دي. 

بيا له بلې خوا، ځينې سرچينې وايي چې بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، افغان هوايي ځواکونو بهارک ولسوالۍ کې يوه مدرسه بمبار کړې، چې ۱۲ ولسی وګړي په کې وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. 

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د تخار ولايت بهارک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پر يو جومات بمبار کړی چې ولسي وګړو ته يې په مرګ - ژوبله اړولې ده. 

حامد کرزي بهارک ولسوالۍ کې شوی بمبار بشري او انساني ضد جنايت بللی دی او پر حکومت یې غږ کړی، چې د ولسي وګړو پر وړاندې له پوځي عملياتو دې لاس واخلي. 

پخواني ولسمشر د جګړې او تاوتريخوالي پر پای ته رسېدو ټېنګار کړی او له حکومت يې غوښتي ، چې د جګړې پر ځای دې د سولې هڅې چټکې کړي.