نړيواله درجه بندۍ کې د نړۍ (ترټولو بد The worst) پاسپورټ؛ نو ولې به نه کيږي؟ افغانستان کې يې ارزښت څومره دی؟  

۲۰۲۰ کال کې د افغانستان پاسپورت له عراق وروسته د نړۍ ترټولو بد، بې ارزښته او ويرونکی پاسپورټ شمېرل شوی دی. د Henley Passport Index د مالوماتو او درجه بندۍ پر اساس روان کال کې د عراق  پاسپورټ د نوملړ وروستۍ شمېره او د افغانستان پاسپورټ له عراق وړاندې دی خو دويمه درجه د نړۍ ټېټ ارزښت لرونکی پاسپورټ شمېرل شوی دی. 

افغانستان کې د کالونو جګړه، ترهګريزې کړنې، جنايي پېښې، کمزوری حکومت، اداري فساد، له هېواده د وګړو تېښته، بې کاري، د زده کړو ټېټه کچه او لسګونه ورته نور مسايل هغه لاملونه دي، چې د نړۍ په سطحه يې د افغانستان د پاسپورټ ارزښت راکم کړی دی. 

افغانان اړ دی چې د نړۍ هېوادونو ته بايد پر ويزې سفر وکړي، په دې مانا چې پاسپورټ د باور او اعتبار وړ نه دی او ويزه چې کوم هېواد ته پرې سفر کيږي، ډېر اهيمت لري. داسې هم شته چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د پاسپورټ او ويزې سره - سره افغانان له ستونزو او محدوديتونو سره مخ وي او د حکومت له خوا پرې ځانګړی څار شتون لري. 

د بېلګې په ډول، د هندوستان د ممبۍ ښار تاج هوټل سره نېږدې هوټلونه چې د بهرنيانو د پاتې کېدو ځای دی، افغاني ته په دې د شپې پاتې کېدو اجازه نشته. دا چې افغانان په هرې موخې هلته وي؛ زده کړې کوي، ګرځندوی وي او يا هم د سوداګرۍ لپاره تللې وي، خو په ياده سيمه کې په دې اساس نه شي پاتې کېدل چې افغاني پاسپورټ لري. 

د افغانستان اوسنی وضعيت د نړۍ په سترګو کې دی. هره ورځ لسګونه افغانان له خپله هېواده په منډه دي او د نړۍ هېوادونو کې د افغانستان دغه وضعيت له افغاني پاسپورټ او په لويه کې له افغانانو ويره خپروي. 

پښتو کې يو متل دی، غوښه چې د قصاب له خوا سپکه شي، نو د هر بل چا پر واندې سپکه کيږي. مطلب دا چې، د افغانستان اوسنی وضعيت او ناوخوالي که د نړۍ د هر زیرځواک له خوا وي، يا نيابتي وي او يا هم د نورو له خوا تپل شوې، خو په لويه کې خپله افغانان دي، چې منځ ته يې راوړي او هم يې مخه  نيسي. 

د پوتانسيل په ډول پورته ذکر شوي ستونزې (د کالونو جګړه، ترهګريزې کړنې، جنايي پېښې، کمزوری حکومت، اداري فساد، له هېواده د وګړو تېښته، بې کاري، د زده کړو ټېټه کچه) د افغانانو پر نړيوال حثيت لکه پاسپورت او نورو منفي اغېزې اچوي، خو په ظاهري ډول د ننګرهار جلال اباد ښار کې د تېرې ورځې وضعيت، چې په خپله افغانانو د افغانستان پاسپورټ تر پښو لاندې کړی او پاس پرې ولاړ وو، سبب کيږي چې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې ترټولو بې ارزښته پاسپورټونو په ډله کې راشي.