صالح او د کابل امنيت؛ شپږمه ورځ پنځمه پرېکړه 

روهي (پنځه نۍ/۱ د لړم)، د ولسمشر لومړی مرستيال چې د همدې اوونۍ له پيل يې په لنډمهاله ډول د کابل امنيتي چارې په غاړه اخېستي دي، د خپل ماموريت پر شپږمه ورځ يې پر له پسې پنځمه  ناسته کړې ده. 

امرالله صالح د پنځمې ناستې په راپور کې لېکلي دي چې د شينه پُل په سيمه کې هغه وژونکي نېول شوي دي چې څه وخت وړاندې يې دوه پوليس وژلي وو. صالح ليکلي دي چې همدا ډول د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ناامن کوونکي نېول شوي او سيمه ترې پاکه شوې ده. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ويجاړ شوي ودانيو مالکينو ته هم خبرداری ورکړی دی چې ويجاړ  شوي وسايل دې ټول کړي، ګڼي اوسپنې او نور ساختماني مواد به يې ليلام شي. صالح لېکلي چې که چېرې څوګ دا فکر کوي، چې روانې چارې به لنډمهاله  وي، نو له سره دې فکر وکړي. 

دغه پنځمه ناسته کې ويل شوي دي چې د هغه وسله والو غلو، خپلسرو او قانون ماتونکو انځورونه چې د امنيتي تړون له ويرې تښتېدلي دي، د ګذر وکيلانو په اختيار کې ورکړل شوي دي، ترڅو په پيدا کېدو کې يې همکاري وکړي. 

امرالله صالح لېکلي دي چې د همدې اوونۍ له پيله کابل ښار کې د بې سنده موټرونو تګ - راتګ نوي سلنه کم شوی دی، خو بيا هم بسنه نه کوي او دوی به خپل فعاليت لا غښتلی کړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال د خلکو د هرکلي او ملاتړ ويلي دي او زياته کړې ده چې خلک له بې نظمۍ ستړي شوي وو او د يو قانونمند حکومت او حاکميت تږي دي.