وايي ايران افغانان سوځولي او سيند ته غورځولي؛ جلال اباد کې څه حال دی؟ 

تېره ورځ به  د جلال اباد له غميزې خبر شوي ياست. د طالب - حکومت، امريکا - طالب، پاکستان - افغانستان؛ چاودنو، هوايي بمبارونو او نورو ناخوالو وراېخوا، ۱۱ افغان ميرمنې په دې ووژل شوې، چې له مرګ وژغورل شي، د خپلې روغتيا لپاره له هېواد بهر لاړې شي. 

پر ټولنيزو رسنيو به مو خپاره شوي انځورونه لېدلي وي، چې افغان باغيوره ميرمنې، چې د ټکري څنډه يې پردي کس نه وي لېدلي، پرون يې ژوبل - ژوبل جسدونه د ننګرهار د فوټبال په لوبغاړي کې پراته وو. پرونۍ غميزه کې ۱۱ وژل شوې افغان ميرمنې دي او ۱۲ ټپيانو کې هم اکثريت يې ميرمنې وې. 

له انساني مرګ - ژوبلې وراېخوا، پرون د هېواد ملي ارزښت، (پاسپورټ) چې پر سر يې، (د افغانستان اسلامي جمهوريت) سپيڅلې کلمې لېکل شوې وي، ډېر بې ارزښته ډول پر ځمکه دلۍ - دلۍ پراته او پاس پرې خلک ولاړ وو. 

مرکزي حکومت ته د شرم ځای دی چې په نېږدې شلو کالونو کې يې د نړۍ د مېلېاردونه ډالرو په مرستې سره بيا هم ونه شول کولی چې افغانانو ته په کور دننه د روغتيا او يا د ژوند نورې اړينې اسانتياوې برابرې کړي. 

له يوې خوا حکومت پاکستان سره د دښمنۍ وايي او بيا له بلې خوا د خپل افغاني غيرت دومره زره نه لري، چې خپل وګړي د بل له احتياجۍ او محتاجۍ خلاص او د عزت ژوند ورته برابر کړي. 

په دې ۲۱مه پيړۍ کې چې ټېکنالوژي تر سپوږمکيو او ستورو رسېدلې ده، د ننګرهار ولايتي اداره په دې نه ده توانېدلې، چې يوازې داسې يو عادي سېسټم جوړ کړي چې په واسطه يې خلک د ويزې اخېستو لپاره منظم او ترتيب کړي. 

د پاکستان ويزې د اخېستو په اړه د فساد خبرې او په پيسو  د ويزو خرڅېدل، ښايي کومه نوې او پټه خبره نه ده، له بهرنيو چارو وزارت بيا تر ولسمشر پوري پرې خبر دي. له حکومت يې داسې ورخ وړ دی، چې هېواد کې د اسانتياوو وراېخوا، دا  هم  نه شي کولی چې د پردي هېواد ويزې په يو منظم سېسټم سره وويشي. 

تېره ورځ به ولسمشر غني، ننګرهار والي او نورو اړوند چارواکو د ننګرهار فوټبال ډګر کې د باعزته افغان  ميرمنو جسدونه او ټپي وجودونه؛ د افغانستان ملي ارزښت (پاسپورټ)، چې د اسلام او افغانستان سپيڅلې کلمې پر لېکل شوې دي، تر پښو لاندې لېدلي وو. نه پوهيږم چې د دوی اسلامي او افغاني غيور به يې څومره ټکانی کړی او څومره وېښ کړی وي!؟