د تخار نننۍ پېښې ته يې غبرګونونه ښوودلي؛ مسعود او رباني د امنيتي  ځواکونو مرګ - ژوبله د حکومت پر غاړه اچولې

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني او د دغه ګوند مرستيال احمد ضيا مسعود افغان حکومت پر کمزوري مديريت او د جګړې پر ناکامۍ تورنوي. 

د حکومت دغه دوه پخوانيو سياسي څېرو د تخار ولايت د تېرې شپې پېښې په اړه په فېسبوکي خبرپاڼو کې ويلي دي چې تخار کې رامنځ ته شوې مرګ - ژوبله د حکومت د کمزوري مديريت له امله ده. 

صلاح الدين  رباني لېکلي دي چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د حکومت بې مسووليتي او کمزورې مشري سبب شوې ده چې د امنيتي ځواکونو تلفات لوړ شي. 

له بلې خوا احمد ضيا مسعود لېکلي چې په هېڅ وخت کې امنيتي ځواکونو ته دومره تلفات نه وو اوښتي، څومره چې د دغه حکومت پر وخت ورته رسېدلي دي. 

تخار کې تېره شپه د طالبانو او افغان  ځواکونو ترمنځ جګړه کې تر ۵۰  سرتيري چې د تخار د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر هم په کې شامل دی وژل شوي او يو شمېر نور تر اوسه ورک دي. 

د تخار د والي وياند رسنيو ته ويلي دي، چې بهارک  ولسوالۍ کې د شوې جګړې په ترڅ کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي خو شمېرې يې نه دې ښوودلې.