د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوالې اتحاديې رئيس شیخ احمد الریسوني: د افغانستان جګړه شرعي جواز نه لري 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوالې اتحاديې رئيس شیخ احمد الریسوني په خپلې يوې تازه مرکې ويلي دي چې د افغانستان روانه جګړه شرعي اړخ او جواز نه لري. 

نوموړي له طلوع نيوز سره مرکې ويلي دي، چې د مسلمانانو وژل ستر ګناه دی او د افغانستان اوسنۍ جګړه چې مسلمانان په کې وژل کيږي، شرعي سره مخالفه ده. 

نوموړي افغانستان کې د جګړې هر ډول که هغه مخامخ جګړه ده او يا هم د جګړې نور لارې ناروا بللې دي او په ورته وخت کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي دي چې جګړه پای ته ورسوي. 

د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوالې اتحاديې رئيس شیخ احمد الریسوني ټېنګار کړی دی چې افغانان بايد د خبرو او سولې له لارې اوسني تاوتريخوالي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.