ولسي جرګه کې د ولسمشر غني د خبرو پر مهال ګډوډي رامنځ ته شوې 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د کابينې ۲۴ وزيران او د دوه خپلواکو ادارو رئيسان ولسي جرګې ته د بارو رايې اخېستو په پار ور وپېژندل. 

ولسي جرګه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وينا پر مهال يو شمېر اعتراض کوونکو وکيلانو نيوکې وکړې چې د يو څو شيبو په پار يې نننۍ ناسته نسبي ګډوډه کړه چې وروسته د ولسي جرګې د رئیس او ولسمشر په ټېنګار وضعيت عادي شو. 

ولسمشر ولسي جرګه کې د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، "د دې لپاره چې خپل راتلونکی خپله وټاکو نو ضرور ده چې پر خطرونو وغږیږو. لومړی خطر: وارخطايي، د بي باورۍ او لنډ مهاله فکر زیږنده ده. دویم خطر: دا خطر د تروریستي شبکو دی. زما په اند په تېرو دوو پېړیو کې دا د تروریزم پنځمه څپه ده چې نړۍ ورسره مخ ده.

ولسمشر محمد اشرف غني  ويلي چې  د رېل پټلۍ جوړېدل او د افغانستان له خاورې د برېښنايي مزو تېرېدل به د افغانستان موقعیت په سرو زرو بدل کړي.