صالح: کابل ښار کې د مجرمينو عکسونه لګول کيږي 

روهي (څلورنۍ/۳۰د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح چې اوس مهال يې د لنډ وخت لپاره د کابل امنيتي مسووليت هم په غاړه اخېستی دی، ويلي دي چې د خطرناکو مجرمينو عکسونه به کابل ښار کې ولګوي. 

صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې له دغه کار يې موخه دا ده چې خلک د مجرمينو په نېونه کې همکاري وکړي او مجرمين به د خلکو له ويرې اړ شي چې قانون ته ځانونه وسپاري. 

نوموړي دا هم لېکلي دي چې د پوليسو په حوزو کې د غږ او انځور ثبت کوونکې کمرې ولګول شي ترڅو په پايله کې يې هغه څه رېکارډ شي چې د زورواکو له خوا پر پوليسو په زور منل کيږي.