د تخار د امنيت آمر او تر ۳۰  پوليسو د طالبانو بريد کې وژل شوي دي 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، له شمالي تخار ولايت راپورونه وايي چې د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر رازمحمد دوراندیش او ۳۴ پوليس وژل شوي دي. 

طلوع نيوز د تخار د والي وياند د مالوماتو پر بنسټ لېکلي  دي چې تېره شپه تر ۶۰ امنيتي سرتيري ياده ولسوالۍ  ته د پوځي عملياتو په موخه تللي وو چې د جګړې په ترڅ کې د ۱۲ پوليس وژل شوي او ۴۸ نور لا تر اوسه بې درکه دي. 

د والي وياند ويلي دي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي خو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي. طالبانو تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. 

ولایتي روغتیايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د دې پېښې ۳۴ مړي او اته ټپیان ور وړل شوي دي.