ازبکي ژبه له ۲۷ تر ۳۰ مېلېونه وويونکي لري 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، تېره ورځ افغانستان کې د ازبکي ژبې ملي ورځ وه. حکومت د دغه ژبې د ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه کړې چې د ازبکي ژبې د بډاينې لپاره به هڅې وکړي. 

د هېواد په يو شمېر ولايتونو او په ځانګړي ډول فارياب او جوزجان کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت نندارتونونه جوړ شوي وو. 

د افغانستان د اساسي قانوني اړوند ازبکي ژبه په هغه سيمو کې چې زيات ويوونکي لري د پښتو او دري ژبو وروسته ملي او رسمي ژبه شمېرل کيږي. 

که څه هم په افغانستان کې د ازبکي ژبې د ويوونکي شمېر مالوم نه دی خو ځيني شمېر ښيي چې په لويه کې، يانې ازبکستان، افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیه کې له ۲۷ تر ۳۰ میلیونو پورې د دې ژبې ویوونکي ژوند کوي ويوونکي لري.