حکمتيار په پاکستان کې: امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې؛ له وتلو بله لار نه لري 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په يو رسمي دري ورځني سفر پاکستان ته تللی دی. نوموړي د پاکستان بهرنيږو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وکتل او ټاکل شوې ده چې له لومړي وزير عمران خان سره هم وګوري. 

نوموړي تېره ورځ اسلام اباد کې يوې خبري ناسته کې ويلي دي چې امريکا افغانستان کې ماته خوړلې ده او اوس اړه ده چې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي. حکمتيار ويلي چې امريکا له افغانستانه د پوځيانو له وتلو پرته بله لار نه لري. 

نوموړي دوحه کې د سولې بين الافغاني خبرو په اړه هم نېوکې کړې  دي او ويلي دي چې د سولې يادې خبرې د ولسمشرۍ ماڼۍ او طالبانو ترمنځ کيږي، د دوی په شمول ځيني سياسي ګوندونو په کې شتون نه لري. 

"دوحه کې اوسني مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو ترمنځ دي او د ټولو افغانانو مذاکرات نه دي؛ ځکه چې په دغو مذاکراتو کې یو ډېر شمېر سیاسي ګوندونه شریک نه دي. موږ نه یوو. اړتیا ده چې یوه اجماع رامنځته شي او له هغې وروسته له واحد نظر سره مذاکرتې ته داخل شي."

نوموړي افغان سوله کې د پاکستان د رول په اړه ويلي دي، "سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د زمینې برابرولو برخه کې مهم رول درلود او له دغه بهیره خپل ملاتړ ته ژمن دی."

له حکمتيار وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پاکستان ته په رسمي سفر تللی وو، چې د لومړيی وزير عمران خان په شمول يې له يو شمېر پاکستاني مقاوماتو سره ولېدل.