د انارو خوړل مو حافظه پیاوړې کوي!

 ډېری کسان ډېره کمزورې حافظه لري او ژر یې هر څه هېریږي، هېڅ موضوع په سم ډول په خپله حافظه کې نه شي ساتلی. څېړونکو داثابته کړې ده، چې دا ستونزه د انارو په خوړلو سره هواریدای شي، انار د نورو ګټو تر څنګ د انسان حافظه هم پیاوړي کوي؛ دا چې انار څه ډول حافظه پیاوړې کوي او څه ډول باید و خوړل شي، په دې اړه د دې مقالې په لوستو سره معلومات تر لاسه کړئ. 

څېړنو دا ثابته کړې، چې د انارو د اوبو څښل د حافظې د پیاوړتیا له پاره ګټه لري. هغه پلی فنولونه چې په انارو کې دي، هغه د دې خاصیت لري، چې عصب ارامه کړي او حافظه پیاوړي شي. 

یوې څېړنې په ۲۰۱۳ کال کې هغه خلک په دوه برخو وویشل؛ چې د حافظې له کمزورتیا سره مخ وه، یوې ډلې د څلورو اونیو له پاره هر ورځ یوکوچنی ګیلاس د انارو اوبه څښلې او بلې ډلې بیا په همدې اندازه د حافظې د کمزورتیا درمل کارول. 

له هغې وروسته څېړونکو دا ثابته کړه هغه کسانو چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبه څښلې د هغو ۲۸ تنه په نورمال ډول بېرته جوړ شوه او د حافظې کمزروتیا یې جوړه شوه. 

له دې څېړنې څخه وروسته څېړونکو ته دا څرګنده شوه، چې انار د حافظې او مغزو د فعالیتونو د پیاوړتیا لامل کېږي او د مغز له پاره یوه ګټوره میوه ده. 

انار د تقویت کوونکو انتی اکسیدانو لرونکی دی، چې دا انتی اکسیدان د ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي. انار د پونیکالاجین او پلی فنولونو، انتو سیانین، د الاژیک اسید د مشتقاتو او د هیدرولیز شوو تانن لرونکي دي. دا ټول پیاوړي انتی اکسیدان دي، چې په انارو کې شتون لري او په خوړلو سره یې بدن د ډېرو ناروغیو پر وړاندې مقاومت کوي.