د ګېډې په چپ لوري کې د درد لاملونه څه دي او د کومو ناروغیو ښکارندویي کوي؟

  د ګېډې په چپ لوري کې د درد لاملونه څه دي او د کومو ناروغیو ښکارندویي کوي؟ 
د ګېډې په چپ لوري کې درد یوه لویه ستونزه ده، چې د بېلابېلو ناروغیو له امله را منځته کېږي. په ګېډه کې د وجود بېلا بېلو برخې دی، چې د هربرخې په فعالیت کې ستونزه را منځته شي د درد لامل ګرځي. دا چې دا درد د ګېډې د داخل د کوم غړی له امله ده او تاسې په دې وخت کې د کومې برخې متخصص ته ورشئ، په دې د پوهېدو له پاره دا لارښونې له تاسې سره مرسته کوي. په دې مقاله کې یې په اړه لارښوونې و لولئ. 
د ګېډې په چپ لوري کې درد د دې لاملونو په خاطر وي: 

۱ـ د معدې ورم یا ګاستریت:  
د معدې د پردژ زیان من کېدل د خفیف التهاب په واسطه د دې لامل کېږي، چې د معدې پرده التهابي شي او د معدې د ورم یا ګاستریت لامل شي. که د معدې د ورم درملنه په خپل وخت سره ونه شي، د معدې په زخم اوړي، چې دا بیا ډېر درد لري او یو خطرناک حالت دی. 

۲ـ د کولمو ورم ( اماس) یا کولیت: 
د کولمو ورم یا کولیت د کولمو د التهابي کېدو مانا لري. دا التهاب ډېری وخت د غټو کولمو په راسته لوري کې را منځته کېږي. د دې ناروغۍ نښې دا دي، چې په کولمو کې ورځ تر بلې درد زیاتېږي او د کولمو فعالیت کې بدلون راځي،  لکه نس ناستی. د کولیت د ناروغۍ لاملونه د خوړو د االتهاب، د ایمیني سیستم د مخالفت او یا هم د وینې د کم والي له امله کېدای شي. 

۳ـ دیورتیکولیت:
په دې ناروغۍ کې د غټو کولمو دننه پرده کې هوایي کڅوړې را منځته کېږي، چې دا کڅوړې کېدای شي مکروبي او التهابي شي، چې د دې ناروغۍ له امله کېدای شي د ګېډې په چپ لوري کښته خوا ته شدید درد وي. ډېری وخت دا ناروغي تبه ، لرزه، وینه او د کولمو د فعالیت ګډوډي هم له ځان سره لري. د دې ناروغۍ د ډېر والي او زیاتوالي په صورت کې کېدای شي، چې وینه بهېدنه، فتق او یا هم کولمې بندې شي. 

د کولمو بندوالی: د کولمو بندوالی داسې یوه ناروغي ده، چې د دې ناورغۍ په وخت کې کولمې بندیږي او خواړه او اوبه په دې وخت کې له کولمو څخه نه شي تېریدای. که د دې ناروغۍ درملنه په خپل وخت سره ژر ونه شي کېدای شي د کولمو هغه برخه  ومري او ناروغ له جدي ستونزو سره مخ کړي، چې حتی د یوه انسان ژوند هم تهدیدوي. دا نا روغي هم د التهاب له امله رامنځته کېږي.