د ملا غني برادر او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني لېدنه؛ پر افغان سولې يې خبرې کړې

روهي (درې نۍ/۲۹ د تلې)، د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لېدنه کړې او د افغان سولې بهير په اړه يې خبرې - اترې کړې دي. طالبانو د دغه خبر پخلی کړی. 

طالب وياند ډاکتر محمد نعيم وردګ پر خپل ټوېټر  حساب لېکلي دي، "نن ماښام د افغانستان اسلامي امارت او مقابل لوري د مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو درې درې کسانو ناسته سره در لوده.
په ناسته کې بيا هم په اختلافي ټکو بحث وشو او د ناستو په دوام ټينګار وشو تر څو  د طرز العملونو په اړه څومره چې زر کېدای شي نهايي تفاهم رامنځ ته شي."

د سولې بين الافغاني خبرې نېږدې يوه مياشت وړاندې دوحه کې پيل شوې، خو تر اوسه ښکېلې خواوې په دې نه دي توانېدلي چې د خبرو پر کړنلارې يې سره هوکړه وکړي. 

قطر د سولې خبرو ترڅنګ افغانستان کې جګړې هم زور اخېستی دی. د هېواد په بيلا بېلو ولايتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.