د نواز شريف لور مريم نواز: زه په کوټه کې  وم، پوليسو د کوټې دروازه را ماته او کپتان سفدر (زما خاوند) يې ونېولو 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، پاکستانيو رسنيو ويلي دي چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف زوم کپتان صفدر يې نېولی دی. کپتان سفدر د مريم نواز خاوند دی. 

مريم نواز هم پر خپلې ټوېټر پاڼې د دغه پېښې تائيد کړی دی. نوموړې لېکلي دي، "پوليسو زما د کوټې دروازه راماته کړه، مونږ کراچۍ کې په يو هوټل کې پاتې کېدو؛ دوی کپتان صفدر له ځان سره يوړ."

مريم نواز يوه وېډيو هم پر ټولنيزو رسنيو نشر کړې ده او ادعا يې کړې ده چې پوليسو په تاوتريخوالي او زور سره د دی خاوند ځان سره يوړ. 

پر نواز شريف، د هغې پر لور مريم نواز او د مريم نواز پر خاوند کپتان صفدر د محکې له خوا د فساد تورونه پوري دي او د حکومت تر څار لاندې دي.