پولیس: (شېر سیاه سنګ) ونېول شوی؛ کابل کې سازمان شوي جرمونه کول 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پوليس د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د شېر سیاه سنګ په نوم يو خطرناک مجرم نېولی دی. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د سازمان شویو جرمونو ډلو د غړو د نیولو په دوام د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې ځینې ځانګړي اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دا ځل یو بل فراري تورن شېر سیاه سنګ تر پېژندنې وروسته نیولی دی."

خبرپاڼه کې ويل شوي دی چې یاد کس د کابل ښار د اتمې، نهمې او شپاړلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، قتل او باج اخیستنې په ګڼو قضیو کې لاس درلود، چې د پولیسو تر څار لاندې و.

کابل کې جنايي پېښې زياتې شوې دي او د خلکو له ګڼو شکايتونو وروسته د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د څو اوونيو لپاره د کابل امنيتي چارې په غاړه اخېستې دي.