خليلزاد: زمونږ تمه دا وه چې تاوتريخوالی به کم شي 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان کې د وروستيو تاوتريخوالي او د جګړې د زياتېدو په اړه اندېښنې ښوودلې دي. 

نوموړي په ټوېټر لېکلي دي، " د تېروتنو بې بنسټه تورونه او پارونکي څرګندونې سولې ته پرمختیا نه ورکوي.‌ پرځاې یې باید موږ په جدي توګه د متحدوایالتونو-طالبانو توافقلیک او د متحدوایالتونو-افغانستان ګډې اعلامیې د ټولو موادو متابعت وکړو، او د تدریجي اورکم لپاره ژمنې له پامه ونه غورځوو."

نوموړي بل ځای ويلي، "د تاوتریخوالي لوړه کچه کولاې شي چې د سولې بهیر، توافقلیک او دغه اساسي پوهاوی وګواښوي چې پوځي حل شتون نلري. د پام وړ اورکم د اړتیا لپاره د وروستي بیا-تائید سربیره، په افغانستان کې تاوتریخوالی په بوږنونکې کچې لوړ پاتې شوی."

خليلزاد ويلي دي  زموږ تمه وه او اوس هم دا ده چې تاوتریخوالی، کم کیږي او کم پاتي‌ کیږي. تاوتریخوالي له ډیرې مودې راهیسې افغانان کړولي دي او له ډیرو افغانانو څخه یې د هغوي عزیزان اخیستي دي.

زلمي خليلزاد د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کې د تېرې ورځې بمي چاودنه هم غندلې ده او دا يې د تاوتريخوالي يوه بېلګه ښوودلې ده.