د خپلو ماشومانو په روزنه کې دې ټکو ته پام وکړئ

یو شاعر وایي:
 ماشومان که د مشرق که د مغرب وي 
د خندا او د ژړا انداز یې یو دی
ماشوم که د مالدار اولاد وي او که د غریب ټول مینې او شفقت ته اړتیا لري، د ماشوم روزنه یوازې دا نه ده، چې د هغه له پاره خواړه او اوبه تیار کړې او په وخت یې ورته ورکړې؛ بلکې ماشوم نورو ډېرو څیزونو ته اړتیا لري، چې هره مور او پلار باید دخپل ماشوم به روزنه کې ورته پام وکړي. دا چې د ماشومانو په روزنه کې باید کومو ټکو ته پام وکړو او کوم ټکي به نظر کې ونیسو هغه موضوعات به څه نا څه په دې مقاله کې وړاندې شي. 

ماشومانو ته مینه ورکړئ: هغه څه چې یو ماشوم ډېره اړتیا ورته لري، هغه مینه او ماشوم ته ناز ورکول دي، تاسې فکر وکړئ، هغه ماشوم چې ناز یې ډېر وي او کورنۍ یې ډېره مینه ورکوي، هغه تر هغو ماشومانو چې څوک مینه نه ورکوي، با جراته او هوښیار وي. خو هغه ماشوم چې څوک مینه نه ورکوي او تل ورسره په غوسه خبررې کېږي، هغوی بیا بې جراته او بې هوښه وي، چې په تول ژوند کې د محرومیت احساس کوي. 

خپلو ماشومانو ته ارزښت ورکړئ: څومره اهمیت او ارزښت چې د غټانو خبرو ته ورکوئ، تر هغې زیات ارزښت د ماشومانو خبرو ته ورکړئ، ځکه که په ماشومتوب کې یې څوک خبرو ته ارزښت ور نه کړې، هغه بیا نور خبرې نه کوي او به همدې ماشومتوب کې له ناهیلۍ سره مخ کېږي. 

د ماشومانو په مغز کې مثبت فکر ځای کړئ او منفي فکر له ځایولو څخه ډاده وکړئ. که ماشوم ته له ماشومتوبه مثبت فکر ورکړل شي او تر مخې یې مثبتې خبرې وشي؛ له هغه څخه په راتلونکي کې یو نېک او مثبت فکره انسان جوړ یږي، خو که کوم ماشوم ته بیا منفي فکر ورکړل شي او تر مخې یې مننفي خبرې وشي، له هغه څخه په راتلونکي کې بیا یو منفي فکره انسان جوړیږي. 

د ماشومانو پوښتنو ته ځواب و وایئ: یو ماشوم چې هر څه ویني، غواوړي، چې هغه و پېژني او به اړه یې معلومات تر لاسه کړي، نو ځکه له حده ډېرې پوښتنې کوي. تاسې د هغوی هرې پوښتنې ته په ډېره مینه ځواب ورکړئ او پرې غوسه کېږئ مه؛ ډېری کسان به مو لیدلي وي، چې ماشومانو ته غوسه کېږي، چې دومره ډېرې پوښتنې مه کوه. چې دا کار د یوه ماشوم د ناهیلۍ لامل کېږي او ماشوم  بیا د پوښتنې کولو جرات نه شي کولای.  
دا او دې ته ورته نورې ډېرې خبرې دي، چې د یوه ماشوم په روزنه کې باید ورته پام وکړو.