د کورکومین ( زرد چوبې) خوړل مو د زړه له ناروغۍ څخه ژغوري

د زړه ناروغي داسې یوه ناروغي ده، چې په نړۍ کې د ډېرو کسانو د مرګ لامل شوې؛ په دې وروستیو کې څېړنو دا ثابته کړې، چې په لوړه کچه خلک په دې ناروغۍ اخته شوی، دي. د زړه ناروغي داسې یوه پیچلې ناروغي ده، چې بېلا بېل ډولونه لري، چې درملنه یې هم په بېلا بېلو لارو کېږي. 

څېړنو اوس دا ثابته کړې، چې په زرد چوبه کې چې کوم کورکومین ده، هغه کېدای شي څو څو برابره له تاسې څخه د زړه ناروغي لیرې کړي. کورکومین د زړه د منځ د رګونو (اندوتیلوم) د ښه فعالیت کولو له پاره ګټه لري. د زړه د منځ د رګونو لایه  د سلولونو یوه نرۍ لایه ده، چې د رګونو بیروننۍ سطحه او د لمفاوي سیستم سطحه یې پوښلې ده. د دې لایې په کړنلاره کې ګډودي، د وینې د فشار تنظیم او د وینې په لخته کېدو کې یې نا تواني د زړه د ناروغۍ اصلي لاملونه دي. 

ډېرو څېړنو دا ثابته کړې ده، چې زرده چوبه د زړه د دننیو رګونو پر لایې مثبته اغېزه لري. د بېلګې په ډول په یوه مطالعه کې د کورکومین مثبت رول په د اترواستاتین (دوینې د غوړو) د درملو په حیث تخمین شوې ده. 

لکه څنګه چې مخکې وویل شوه، کورکومین د التهبونو او اکسیدایون د کموالي لامل کېږي؛ چې دا هم د زړه د ناروغۍ د امکان د کموالي لامل کېږي. 

یوه بله څېړنه چې د ۱۲۱ ناروغۍ د درملنې او مخنیوي پر پار ترسره شوه، چې په دې څېړنه کې ډاکټران په دوه برخو ویشل شوي وه، چې یوې ګروه ته یې د درملو پېژندونکو اله ( درونما ) ورکړل شوې وه او بلې ګروه ته هره ورځ ۴ ګرامه کورکومین ورکول کېده، هغې ګروه یا ګروپ چې له کورکومین څخه کار اخیسته هغوی ۶۵ سلنه د زړه د ناروغۍ مخنیوی وکړ او په خلکو کې یې دا ناروغي کمه کړه. 

همدا رنګه کورکومین د نورو ناروغیو د مخنیوي له پاره هم ګټه لري، لکه: سرطان، د مفصلونو التهابي کېدو ته، د ژور خپګان ضد خاصیت لري، له بوډا توب څخه مخنیوی کوي. د پوستکې له پاره هم ډېره ګتوره ده. چې له نورو ځینې موادو سره د یو ځای کېدو په وخت کې د پوستکي له پاره بېلا بېل ماسکونه ترې جوړیږي. 
ژباړه: شبانه پوپلزۍ