کرزی د جګړې ښکېلو غاړو ته: له تاوتريخوالی لاس واخلئ 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هېواد کې د وروستيو جګړو او تاوتريخوالي په زياتېدو سره اندېښنه ښوودلې او د جګړې له ښکېلې غاړو يې غوښتي دي چې له تاوتريخوالي په جدي ډول ډډه وکړي. 

د حامد کرزي پر خپلې فېسبوک پاڼې د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کې نننی موټربم بريد غندلی دی او د ولس سره د دښمنۍ عمل او د سولې پر وړاندې يې خڼد بللی دی. 

د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول د افغان حکومت چارواکو د غور نننی بريد غندلی دی. د طالبانو په شمول تر اوسه کومې بلې ډلې د بريد مسووليت په غاړه نه دی اخېستی.