امريکا: هلمند او فراه کې زمونږ هوايي بريدونه د دوحې تړون اړوند شوی؛ طالبان: امريکا د دوحې له تړون سرغړونه کوي 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، طالبانو پر امريکايي خواکونو نيوکه کړې ده چې هلمند او فراه ولايتونو کې د دوحې د سولې تړون خلاف هوايي بريدونه کړي دي. طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې  امريکايي ځواکونو د جګړې له سیمې او وخته بهر بې مورده بمبارۍ کړې دي

د طالبانو د دغه ادعا په غبرګون کې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو وياند ډګروال سوني لېګېټ پر ټوټېر لېکلي دي چې د افغان ځواکونو څخه په دفاع هوايي بمبار کړی. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "دا بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې او همدا راز د افغان حکومت او امریکایي حکومت ترمنځ د ګډې اعلامیې سره سم شوي دي. ټولې نړۍ هلمند کې د طالبانو جنګي عملیات لیدلي، چې له کبله یې زرګونه ملکي افغانان ژوبل شوي او بېځایه شوي ".

که څه هم دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې رواندې او هلته د سولې بين الافغاني خبرې هم پيل شوې دي، خو د هېواد په بيلا بېلو برخو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخېستی دی.