فيروزکوه کې د نننۍ چاودنې مرګ - ژوبله: ۱۰ وژل شوي او ۷۰ ټپيان دي 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، نن له غرمې مخکې د غور ولايت مرکز فيروزکوه ښار کې د دغه ولايت امنيه قومندانۍ سره څېرمه موټربم چاودنه شوې چې درانه مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړې ده. 

د غور ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولينو رسنيو ته ويلي دي، چې د لومړينو مالوماتو پر بنسټ لس کسان په دغه بريد کې وژل شوي او اوويا نور ټپيان شوي دي. 

د غور د والي وياند عارف عابر هم بي بي سي ته د پورته مرګ - ژوبلې پخلی کړی دی. تر اوسه کومې دلې د بريد مسووليت نه دی منلی.