سرچينې د بدخشان  د جګړه په اړه: د ښار اتمه ناحيه طالبانو ونېوله 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د راپورونو  پر بنسټ له تېرو درېيو ورځو د بدخشان ښار په مرکز فيض اباد ښار کې د افغان امنيتي خواکونو او طالبانو ترمنځ ځای - ځای نښتې کيږي. تازه مالوماتو پر اساس طالبان توانېدلي دي چې د فيض اباد ښار اتمه ناحيې ځيني برخې په خپل واک کې راوړي. 

 د پولیسو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، له درېیو ورځو راهیسې جګړه روانه وه او په خبره‌یې کله چې امنیتي ځواکونو ته مرسته ورونه‌رسېده، له سیمې یې شا تګ وکړ.

له بلې خوا د بدخشان  د والي وياند نېک محمد نظري د اتمي ناحيې د سقوط خبرونه ردوي، نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "دفاعي ځواکونو د دې لپاره د یفتل بالا درګک کلی پرېښود چې ملکیانو ته ډېره مرګ‌ژوبله وانه‌وړي، دوی تاکتیکی شا تګ وکړ، دا مهال دوابه سیمه کې جګړه دوام لري، په خواشینۍ سره چې دې جګړه کې زموږ ۴ امنیتي ځواکونه شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي."

په ورته وخت کې د بدخشان د ولايتي شورا يیو غړی احمد جاويد مجدي وايي چې د ښار په دې ناحیه کې طالبانو ته په لاس ورغلې سیمې مهمې دي او باید حکومت‌یې د بېرته نیولو هڅې ګړندۍ کړي.

د يادونې ده چې نېودې له تېرې يوې اونۍ راهيسې هلمند کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې تلفات لري.