عبدالله عبدالله: ايران ته په رسمي بلنه ځم؛ د سولې په پار ځم 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د ملي روغې - جوړې شورا مشر ډاګټر عبدالله عبدالله نن ورځ په يو رسمي سفر ايران ته روان شو. له نوموړي سره په دې سفر کې د حکومتي کسانو يو لوړپوړی پلاوی ملتيا کوي. 

عبدالله عبدالله له دغه سفر څو شيبې وروسته پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "د سیمې هېوادونو ته د سولې هڅو د ملاتړ راخپلولو په موخه د سفرونو په لړ کې د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته روان شوم."

 ټاکل شوې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی به د افغان سولې برخه کې د ايران له ولسمشر، بهرنيو چارو وزير، د ايران د پارلمان مشر او يو شمېر نورو لوړپوړ چارواکو سره وګوري.