د ملي روغې - جوړې شورا مشر نن ايران ته ځي 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، ټاکل شوې ده چې نن به د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په يو رسمي سفر ايران ته لاړ شي. د عبدالله عبدالله وياند مجيب الرحمن رحيمي رسنيو ته د دغه خبر تائيد کړی. 

له عبدالله عبدالله سره په دغه سفر کې د مصالحې عالي شورا د غړو ترڅنګ، د ولسي جرګې ځيني غړي او د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر ډيپلماټان هم برخه لري. 

تمه ده چې عبدالله عبدلله به ايران ته د خپل سفر پر مهال د ايران  له ولسمشر حسن روحاني، بهرنيو چارو وزير جواد ظريف او د ايران د پارلمان له رئيس سره وګوري.

عبدالله عبدالله له دې وړاندې پاکستان او ورپسې هندوستان ته په درېيو ورځينو سفرونو تللی وو. عبدالله عبدالله رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د سيمې هېوادونو ته يې د سفر موخه د سولې خبرې او مذاکرات دي.