کابل پوليس: د غله، وژنې او جنايي پېښو په تړاو مو شپږ کسان ونېول

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، کابل پوليسو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د کابل ښار له بېلا بېلو برخو يې د غلا، وژنو او جنايي پېښو په تړاو شپږ کسان نېولي دي. 

خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه کسانو د پوليسو له خوا د کابل ښار لومړۍ، دويمې، څلورمې، شپږمې، نهمې او يوولسمې ناحيو اړوند سيمو کې د جنايي پېښو په تړاو نېول شوي دي. 

کابل کې په دې وروستيو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي، چې تازه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د څو اوونيو لپاره د کابل ښار امنيتي چارې په خپله غاړه واخېستې.