ولسمشر غني افغان فوټبالرانو ته: تاسې زمونږ وياړ ياست؛ مادي او معنوي ملاتړ مو کوم 

روهي ۰نۍ/۲۶ د تلې)، افغان ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه د فوټبال فدراسیون، ورزش او بدني روزنې ریاست رهبري پلاوي، د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو اتل او مرستیال اتل لوبډلو او د نجونو د فوټبال د اتل او مرستیال اتل لوبډلو سره، وکتل. 

ولسمشر غني افغان فوټبالرانو ته په وينا کې ويلي، "تاسې زموږ ویاړ او د افغانستان ځوان نسل لپاره الګویاست. تاسې موږ ته خوښي راوبښله او سالمې سیالۍ مو تمثیل کړې."

جمهوررئیس همدا ډول د فوټبال فدراسیون ستونزو د حل په خاطر د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مننه وکړه وې ویل، دولت به له مادي او معنوي اړخه، ستاسې زیات ملاتړ وکړي.