د کرونا ويروس واکسين خلک وژني او ميرمنو کې شنډوالی رامنځ ته کوي؛ يوټيوب دا ډول تبليغات له منځه وړي 

روهي (نۍ/۲۶ د تلې)، يوټيوب ادارې هغه کسانو ته چې پر يوټيوب د کرونا ويروس په اړه د ناسمو مالوماتو وېډيوګانې خپروي، خبرداری ورکړی دی چې وېډيوګانې به يې ډېلېټ او چنل يا کانال به يې له بنديزونو سره مخ شي. 

په دې وروستيو کې ځيني کسانو پر يوټيوب داسې ويډيوګانې جوړې او پورته کړې، چې د کرونا ويروس پر اساس د مړينې او ميرمنو کې د شنډوالي يا د اولاد د نه پيدا کېدو وايي. 

د يوټيوب ادارې وياند ويلي  دي چې دا د کرونا ويروس د واکسين په اړه ناسم مالومات دي چې دوی به يې د يوټيوب چينل له لارې مخه ونېسي او اجازه به ورنه کړي چې خپاره شي. 

له هغې ورځې چې نړۍ کې کرونا ويروس خپور شوی، په اړه يې بيلا بيل خبرونه نشر کيږي او د ټېنکالوژۍ په مرسته هڅې کيږي چې د ناسمو مالوماتو مخه ونېول شي.