د هند اوتار پرادش کې  د جنسي تيري د يوې قرباني شوې جينۍ کيسه؛  ټوله ورځ درېيو کسانو پرې پر له پسې جنسي تيري وکړل

روهي (نۍ/۲۶ د تلې)، هندوستان کې د جنسي تيري پېښې لا هم لوړې دي؛ ميرمنې او نجونې يې قرباني کيږي. که څه هم د هندوستان حکومت د قانون د پلي کېدو وړتيا لري خو له دغه هېواد د جنسي تيريو راپورونه کومه نوې خبره نه. 

د همدې روانې مياشتې په سر کې د هندوستان په اوتار پرادش ايالت کې د جنسي تيري پېښه لامل شوه چې د يوې نه واده شوې جينۍ ژوند واخلي. قرباني شوې جينۍ له جنسي تيري څو ورځې وروسته ځان وژنه وکړه. 

د قرباني شوې جينۍ مور رسنيو ته د خپلې لور کيسه داسې کړې، "زما لور له کور بهر نېږدې ځمکو ته لاړه، د کلي درېيو کسانو نوموړې وتښتوله، په يو بل ځای کې يې لاسونه - پېښې ورته وتړل او ټوله ورځې يې څو ځلې پر جنسي تيري وکړل. مونږ خپله لور په يو بد وضعيت کې د ورځې په اخير کې په داسې وضعيت کې پيدا کړه چې خبرې يې نه شوې کولی؛ لاسونه پېښې يې ټينګ تړل شوي وو."

دغه جينۍ وروسته کور ته راوړل شوه، پوليس په جريان کې شول، خو هغه ويره چې جينۍ ته د جنسي تيري له امله پيدا شوې وه، نه يې خپلې کورنۍ او نه يې هم پوليسو ته بشپړل مالومات وړاندې کړل شول. 

د جنسي تيري پېښې د جينۍ پر ذهن او فکر ويره خپاره کړې وه او د يادې صحنې په وريادېدو سره به يې وضعيت له پسې خرابېدو او د خبرو او يا مالوماتو ورکولو توان يې نه درلود. 

د جنسي تيري له پېښې څو ورځې وروسته جينۍ په خپل کور کې ځان ته رسۍ بنده او ځان وژنه يې وکړه. د کورنۍ غړي يې وايي چې جنسي تيري کوونکي د کلي خلک دي خو پوليس يې تر اوسه په نېونې بريالي شوي نه دي.