صالح: زه پر جنايت کوونکو او وسله والو غلو هېڅ ډول رحم نه کوم 

روهي (نۍ/۲۶ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پانې ليکلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مستقيمې لارښوونې د يو - څو اوونيو لپاره د کابل امنيتي چارې په خپله سمبالوي. 

صالح لېکلي دي چې د امنيت په پار د قانون په پلي کېدو کې دی هېڅ ډول مصلحت نه پېژني او نه هم په دې برخه کې پر خپلسرو، قانون ماتونکو، وسله والو غلو او جنايت کوونکو رحم کوي. 

صالح خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې د غلو، جنايت کوونکو، خپلسرو، د ځمکو غصب کوونکو او هغه کسانو نوملړ چې په څرګنده قانون ملاتړي خو په اصل کې قانون ماتوي له وړاندې ترتيب شوی دی. 

دا چې خلک له جنايي پېښېو تر پوزې راغلي دي پر ټولنيزو رسنيو د کابل امنيت برخه کې د امرالله صالح دغه اقدام ستايل شوی او هرکلی يې شوی دی.