د زړه  اضطرب او درد تر منځ توپیر

د اضطرب له امله  ځینې کسان د وجود په بېلا بېلو برخو کې د درد احساس کوي، چې ځینې وختونه دا درد په زړه کې هم احساس کېږي او د هغه کس د تشویش لامل کېږي. ځینې وختونه بیا د زړه درد د اضطرب له امله نه وي، بلکې دا د زړه درد وي، چې یو کس د زړه په ناروغۍ اخته وي؛ دا چې د اضطرب او زړه د درد تر منځ څه ډول توپیر وکړو په دې مقاله کې د زړه او اضطرب د درد تر منځ پر توپیر ځان پوه کړئ. 

ـ د زړه درد د اضطرب د درد په پرتله په لوړ عمر کې رامنځته کېږي. 

ـ د زړه درد د فعالیت، هیجان او یا استرس په وخت کې یو دم را منځته کېږي او د اضطرب درد په بېلا بېلو وختونو کې د اضطرب  په زیاتوالي او یا ژور خپګان په وخت کې را منځته کېږي. 

ـ د زړه درد ډېری وخت د سینې په قفس او لاسونو کې احساس کېږي او د اضطرلب درد بیا تیت دی او د وجود په هره برخه کې احساس کېږي. 

ـ د زړه درد څو دقیقې دوام کوی، خو د اضطراب درد بیا یوه لحظه وي او یا په نقطوي ډول عمل کوي. 

ـ د زړه درد د نیټرو ګیلسرین د درملو په واسطه کمېږي او د اضطراب درد بیا د اضطراب ضد او ژور خپګان ضد درملو په واسطه کمېږي. 

کله چې تاسې د سینې له درد سره مخ کېږئ، دا ځانګړنې له تاسې سره د زړه او اضطراب د درد په پېژندلو کې مرسته کوي، چې بیا وروسته تاسې د خپلې درملنې له پاره که اضطراب لرئ یوه روان پوه ډاکټر ته ورشئ او که د زړه ناروغۍ لرئ، د زړه یو متخصص ته ورشئ.