هغه لاملونه وپېژنئ چې له امله یې ستاسې سترګې کمزوره کېږي (دويمه برخه)

دا چې زموږ ځینې ورځنی کارونه او کړ نلارې د دې لامل کېږي، چې زموږ سترګې کمزورې شي په دې اړه مو په تېره لیکنه کې یو څه معلومات وړاندې کړه، چې ځینې نور لاملونه یې دا دي.

۶ـ کم ویده کېدل: 
که په پوره ډول ویده نه شي، بې خوبې د دې لامل کېږي، چې ستاسې سترګې کمزورې شي او د سترګو شاه او خوا مو تورې حلقې پیدا کړي. چې کم خوب کول د سترګو د کمزورتیا له لاملونو څخه یو لامل دی. 

۷ـ د مطالعې په وخت کې له حده زیات نږدې سترګو ته د کتاب نیول:     
څېړونکي وایي چې د مطالعې په وخت کې د کتاب او سترګو تر منځ ډېره پیاوړې اړیکه شتون لري؛ څېړنو دا ښودلې ده، چې د مطالعې په وخت کې هغه کسان چې کتاب سترګو ته ډېر نږدې نیسي، د سترګو له کمزورتیا سره مخ کېږي. 

۸ـ د سترګو دېر سولول یا ګروال: 
کله چې سترګې دېرې ستړې شي، د سولولو په واسطه ارامه کېږي؛ خو په دې نه پوهېږئ، چې دا کار ستاسې سترګو ته څومره زیان لري. کله چې تاسې خپلې سترګې وسولوئ، دا ستاسې د سترکو د قرینې د زیانمن کېدو لامل کېږي، چې له امله یې بیا ستاسې سترګې کمزورې کېږي. 

۹ـ د استرس یا فشار په وخت کې کار کول: 
که په کمپیوټر کې د کار کولو په وخت کې مو سترګې د ناراحتۍ او ستړیا احساس کوي، تر ډېره حده پورې یې لامل مانیتور نه دی، څېړونکي په دې اند دي، چې هغه کسان چې د استرس او فشار په وخت کې کار کوي، له دې ستونزې سره مخ کېږي. جالبه دا ده هغه کسان چې له حپل کار سره مینه لري، د هغوی سترګې له ناراحتۍ او درد سره نه مخ کېږي. 

۱۰ـ له لنز سره ویده کېدل: 
د سترګې قرینه کله چې تاسې ویښ یاستئ اکسیجن له هوا څخه اخلي، کله چې موږ ویده شو سترګې اکسیجن او یا رطوبت له اوښکو څخه اخلي. کله چې تاسې د ویده کېدو په وخت کې لنز لیرې نه کړئ، په دې وخت کې د سترګې قرینې ته اکسیجن نه رسېږي، چې له امله یې ستاسې سترګې کمزورې کېږي.