امرالله صالح: د ولسمشر په لارښوونه سر له نن ورځې د کابل امنيتي چارې په خپله غاړه اخلم 

روهي (نۍ/۲۶ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي دي چې سر له نن ورځې به د څو اوونيو لپاره د کابل ولايت امنيتي چارې په غاړه واخلي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د ولسمشر په لارښوونه به سر له نن ورځ د يو څو اوونيو لپاره د کابل امنيت چارې تر سره کړي. صالح ليکلي دي چې پر جنايت کوونکو به هېڅ ډول رحم ونه کړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي  دي چې خپلې اصلي دندې به هم په عادي ډول پر مخ وړي او د کابل امنيت به د امنيتي تړون يو برخه وي چې دی به يې تر سره کړي. 

صالح د څو اوونيو لپاره د کابل د امنيت مسووليت ته وروسته له هغې غاړه ورکړه، چې په دې وروستیو کې کابل ښاريان د وسله والو غلو او جنايي پېښو تر پوزې راغلي دي. 

امرالله صالح د ولسمشر غني د واکو لومړۍ دورې  په وروستيو کې د کورنيو چارو سرپرست وزير وټاکل شو، چې د امنيت په برخه کې يې لاس ته راوړنې بريالۍ شمېرل شوې وې.