د جنرال رازق په تلين غونډه کې د صالح، عبدالله او محب ګډون او پر طالبانو نيوکې 

روهي (جمعه/۲۵ د تلې)، نن ورځ کابل کې د لويې جرګې په تالار کې د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د دويم تلين غونډې مراسم  نېول شوي وو. دغه مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، د مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد محب او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخېستې وه. 

ناسته کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي دي چې د طالبانو امارت ولس ته د منلو وړ نه دی او که چېرې د سولې خبرې مطلوبې پايلې ته ونه رسيږي، نو افغانان به له خپلې خاورې دفاع او ساتنه کوي. 

نوموړي زياته کړې، "که طالبان دا فکر کوي چې امریکا له افغانستان ووځي او بیا افغانانو باندې د طالبانو امارت تپل کېږي نو دا هیڅ صورت او حالت کې د افغانانو لپاره د منلو نه ده، خو په بل شکل د جګړې د دوام سبب کېږي او دا ناسمه محاسبه باید ونه شي."

د ولسمشر لومړي مرستيال نننۍ ناسته کې ويلي دي چې طالبانو له تېرو نهمو مياشتو پر لښګرګاه ښار د بريد پلان درلود. صالح ويلي چې د طالبانو په راتګ خلک له سيمو تښتي. نوموړي زیاته کړې، "که طالب د هلمند بچی دی ولې د هلمند خلک ترې تښتي ولې د دوی له ظلم کرکه لري."

په ورته وخت کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب ويلي دي، له هغه چا سره سوله کوو چې ځانونه افغانان بولي. محب وړاندي ويلي، "له هغه چا سره سوله غواړو چې ځان افغان بولي او د افغانستان خلکو ته درناوی کوي. یخه هوا کې ۲۵ زره هلمندیان له کوره نه بې ځایه کوي، پلچکونه نه ورانوي، افغانستان کې د برېښنا او د هلمندیانو لپاره د روښنايي او تعلیم یو نمونه یو بنسټ او یو سبسټېشن ورته کافر نه ښکاري. "