روهي (جمعه/۲۵ د تلې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ کابل کې د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال رازق د مړينې په تلين غونډه کې ويلي، چې ولس د طالبانو امارت د منلو نه دی.
عبدالله عبدالله ويلي دي چې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو کې يو بل ته حوصله او تېرېدنه ولري خو که چېرې د سولې په خبرو کې د حل لار شتون ونه لري نو د افغانستان خلک به د خپلې خاورې دفاع وکړي.
د ولسمشر د لومړي مرستيال په ګډون د حکومت يو شمېر چارواکو نن ورځ کابل کې د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال رازق په تلين غونډه کې ګډون کړی وو. جنرال رازق دوه کاله وړاندې کندهار کې ووژل شو او طالبانو يې مسووليت په غاړه واخېست.
وروستي